اسلامآباد د اوبو کمښت ته اندېښمن؛ هند پر خپلې پرېکړې ټینګار کوي

پاکستان د هند له لوري د سند د اوبو تړون د ځنډولو په اړه نړیوالې ټولنې ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، که دا تاریخي تړون خوندي پاتې نهشي، نړیوال حقوقي نظم به له جدي ننګونو سره مخ شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار، په اسلاماباد کې یوې نړیوالې غونډې ته ویلي چې هند د سند د اوبو تړون په ناقانونه ډول ځنډولی او ټینګار یې کړی چې اوبه باید هېڅکله د سیاسي فشار او یا غچ اخیستنې د وسیلې په توګه ونه کارول شي.
په همدې حال کې، د پاکستان د خلکو ګوند مشر، بلاول بوټو زرداري، د اوبو د بهیر بدلون د پاکستان د بقا مسئله بللې، او د اقلیمي بدلون وزیر خبرداری ورکړی چې د دې تړون کمزوري کېدل به د نړیوالو تړونونو پر اعتبار هم منفي اغېز وکړي.
بل لور ته، هند په یوه نړیواله غونډه کې خپل دریځ بیا تکرار کړی او ویلي یې دي چې د پاکستان له لوري د ترهګرۍ د ملاتړ او پاروونکو فعالیتونو له امله یې د سند د اوبو تړون ځنډولی دی. نوي ډیلي ټینګار کړی چې دا تړون به تر هغه وخته معطل پاتې وي، څو د دوی په وینا، پاکستان په خپله خاوره کې د ترهګرو ځالې له منځه نه وي وړې.

