متقي او عراقچي د دوه‌اړخیزو اړیکو او ګډو همکاریو په اړه خبرې وکړې

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، مولوي امیرخان متقي، تهران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر، سید عباس عراقچي، سره وکتل او د دوه‌اړخیزو اړیکو او ګډو همکاریو په اړه یې خبرې وکړې.

د ایران اسلامي جمهوریت د حکومت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ایران ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا، سیمه‌ییزو تحولاتو او د سیاسي، اقتصادي او ګډو همکاریو د پیاوړتیا پر لارو چارو بحث او د نظر تبادله کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، د دې کتنې اصلي محورونه د دوه‌اړخیزو همکاریو پراختیا او د سیمې د وروستیو بدلونونو ارزونه وه. تر اوسه د دواړو لوریو د خبرو د پایلو او احتمالي هوکړو په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا