رئیسالوزراء د کابل – جلالاباد دویم لین سړک له روانو چارو لیدنه وکړه

د اسلامي امارت رئیسالوزراء، ملا محمد حسن اخوند، د کابل ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند تېزین درې ته د سفر پر مهال د کابل – جلالاباد دویم لین سړک له روانو رغنیزو چارو لیدنه کړې ده.
د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، په دې سفر کې د ټولګټو وزیر، ملا محمد عیسی ثاني، او د ریاستالوزراء د دفتر رئیس، ملا عبدالواسع هم له رئیسالوزراء سره مل وو. مسؤولو چارواکو د پروژې د پرمختګ په اړه معلومات وړاندې کړل او د چارو روان وضعیت یې تشریح کړ.
ملا محمد حسن اخوند د کابل – جلالاباد دویم لین سړک بشپړېدل د هېواد د ټرانسپورټي شبکې د پیاوړتیا، د ټرانزیټ د پراختیا، د خلکو د تګ راتګ د اسانتیا او اقتصادي ودې لپاره مهم وبلل. نوموړي د ټولګټو وزارت مسؤولو چارواکو او قراردادي شرکتونو ته سپارښتنه وکړه چې د سړک پاتې چارې په ټاکلي وخت او لوړ کیفیت بشپړې کړي.

