د شهید رهبر د بدرګې مراسمو هم‌مهاله د قم د کډوالو چارو اداره لنډمهاله تړل کېږي

د قم ولایت د بهرنیو اتباعو او کډوالو چارو ادارې اعلان کړی چې د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود، شهید حضرت آیت‌الله سید علي خامنه‌یي د بدرګې او جنازې مراسمو له امله به د یادې ادارې ټول اداري فعالیتونه د یکشنبې، د سرطان له ۱۴مې، د روانې اوونۍ تر پایه په موقتي ډول وځنډول شي.

یادې ادارې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دا پرېکړه د دې لپاره شوې چې د بدرګې مراسمو او د زیارت کوونکو د چارو د منظم مدیریت او غوره خدمتونو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شي، ځکه دغه اداره د بهرنیو اتباعو او کډوالو د چارو د همغږۍ مرکزي بنسټ ګڼل کېږي.

خبرپاڼه زیاتوي، له ټولو مراجعینو غوښتنه شوې چې خپلې اداري چارې د سرطان له ۲۰مې، شنبې ورځې وروسته تعقیب کړي. ادارې همداراز د دغو ځانګړو شرایطو پر مهال د مراجعینو له زغم، همکارۍ او درک څخه مننه کړې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا