د ټاپي پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار وشو

د هرات والي په افغانستان کې د ټاپي پروژې له مشر او د ترکمنستان د قونسلګرۍ له مرستیال، بګنج عبدالله‌یوف سره په کتنه کې د ټاپي پروژې د عملي چارو د چټکتیا او د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې د هرات والي وړاندیز وکړ چې د افغانستان د تورغونډۍ او د ترکمنستان د سرحداباد په سیمه کې ګډ افغان ـ ترکمن نندارتون جوړ شي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې، اقتصادي او پانګوالیزې اړیکې لا پراخې او پیاوړې شي.

بلخوا، بګنج عبدالله‌یوف د یاد وړاندیز هرکلی وکړ او ویې ویل چې د هرات د سیمه‌ییزې ادارې دوامداره همکاري د ټاپي پروژې د عملي چارو په چټکتیا او بریالي تطبیق کې مهم رول لري. نوموړي ټینګار وکړ چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراختیا به د دواړو هېوادونو په ګټه وي او د ګډو پراختیايي پروژو د بریالیتوب لپاره به هڅې دوام ولري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا