اشرف غني: د افغانستان د بیا رغونې او راتلونکي د جوړولو لپاره چمتو یم

اشرف غني ویلي، د افغانستان د راتلونکي د جوړولو، بیا رغونې او ابادۍ لپاره چمتو دی او په دې برخه کې د هر ډول رغنده همکارۍ ملاتړ کوي.
نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، د افغانانو ترمنځ د ملي یووالي د پیاوړتیا، د ګډ تفاهم د رامنځته کولو او له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د اړیکو د بیا ټینګولو لپاره، له هېڅ ډول شخصي امتیاز یا ځانګړې غوښتنې پرته همکارۍ ته چمتو دی.
غني ټینګار کړی، د هېواد اوسني شرایط د ټولو افغانانو ګډ مسئولیت او همغږۍ ته اړتیا لري او د افغانستان د پرمختګ، ثبات او هوساینې لپاره باید له هرې ممکنې لارې ګډ کار وشي. هغه زیاته کړې چې د هېواد راتلونکی د افغانانو په یووالي، متقابل تفاهم او ګډو هڅو پورې تړلی دی.
نوموړي د خپلو څرګندونو په پای کې هیله څرګنده کړې چې د افغانانو ترمنځ د همکارۍ، باور او ګډ کار له لارې به د هېواد د پرمختګ، سوکالۍ او نړیوال تعامل لپاره مناسب فرصتونه برابر شي.

