د ګلبدین حکمتیار زوی: د حکمتیار زوی کېدل راته اسانه نه وو

حبیبالرحمان حکمتیار، د ګلبدین حکمتیار زوی، وایي چې د خپلې کورنۍ له نوم سره ژوند کول تل له ستونزو، قضاوتونو او محدودیتونو سره مل و.
هغه په اېکس ټولنیزه شبکه کې په خپره کړې یادښت کې د تبعیض، کډوالۍ، سپکاوي، فساد او بېعدالتۍ یادونه کړې او ټینګار یې کړی چې دا کړاوونه یوازې د هغه نه دي، بلکې د افغانستان میلیونونه وګړي له کلونو راهیسې ورسره مخ دي.

