عامر خان د درېیم ځل لپاره واده وکړ

د خپرو شویو راپورونو له مخې، د بالیووډ مشهور ستوري عامر خان درېیم واده کړی او له ګاوري اسپرات سره یې نوی ګډ ژوند پیل کړی دی.
د راپورونو له مخې، د واده مراسم په خصوصي فضا کې د دواړو لورو د کورنیو غړو او یو شمېر نږدې ملګرو په حضور کې ترسره شوي دي. تر اوسه د واده په اړه نور رسمي جزئیات نه دي خپاره شوي.
عامر خان د هند د سینما له مخکښو او نړیوالو پېژندل شویو هنرمندانو څخه ګڼل کېږي. نوموړي د خپلو بریالیو او ټولنیز پیغام لرونکو فلمونو له لارې پراخ شهرت ترلاسه کړی او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې میلیونونه مینهوال لري.

