د ۱۴۰۵ کال کانکور عمومي اول نمره د پروان راشد شو

د ازموینو ملي ادارې اعلان کړی چې د پروان ولایت اوسېدونکی راشد، د پلوان زوی، د ۱۴۰۵ لمریز کال د کانکور ازموینې عمومي لومړی مقام خپل کړی دی.
د یادې ادارې په وینا، راشد د ۳۶۰ نمرو په ترلاسه کولو سره د کابل طبي پوهنتون د طب پوهنځي ته بریالی شوی دی.
نوموړی د پروان ولایت د محمد ملا شهید له لېسې فارغ شوی او د روان کال په کانکور ازموینه کې یې د لوړو نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام ګټلی دی. د ازموینو ملي ادارې د هغه بریا ستایلې او دا یې د زدهکړو او علمي هڅو د ارزښت څرګندونه بللې ده.

