اقتصادي معاونیت: د انرژۍ جامع پلان کې لسګونه برېښنايي پروژې شاملې شوې

اقتصادي معاونیت ویلي، د هېواد د انرژۍ د پراختیا په جامع پلان کې د کورنیو سرچینو په کارولو د برېښنا د تولید، لېږد او وېش لسګونه پروژې شاملې شوې دي، چې موخه یې د انرژۍ سکټور پیاوړتیا او پر وارداتي برېښنا د هېواد د اتکا کمول دي.

د معلوماتو له مخې، په دې پلان کې له اوبو، لمر، باد او ډبرو سکرو څخه د برېښنا د تولید ۲۵ پروژې، د برېښنا د لېږد ۱۳ نیمګړې او ۲۳ نوې پلان شوې پروژې، د سب‌سټېشنونو ۲۱ نیمګړې او ۲۱ پلان شوې پروژې، او همدارنګه د برېښنا د وېش ۳۴ نوې پروژې شاملې دي.

اقتصادي معاونیت ټینګار کړی چې د دغو پروژو په بشپړېدو سره به د هېواد د انرژۍ په سکټور کې د پام وړ پرمختګ رامنځته شي، د برېښنا د تولید او رسونې ظرفیت به لوړ شي او پر وارداتي برېښنا به د افغانستان اړتیا په تدریجي ډول راکمه شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا