حامد کرزي د شاپور ځدراڼ پر مړینه خواشیني څرګنده کړه

پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د پخواني چټک توپ‌اچوونکي شاپور ځدراڼ پر مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

کرزي په خپل پیغام کې ویلي، شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرکټ له لومړنیو او اغېزناکو ستورو څخه و، چې د ملي لوبډلې د پیاوړتیا او نړیوال شهرت لپاره یې ارزښتناک او نه هېرېدونکي خدمتونه ترسره کړي دي.

نوموړي د مرحوم کورنۍ، دوستانو او ټولو هېوادوالو ته خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې او د لوی خدای (ج) له درباره یې شاپور ځدراڼ ته د فردوس جنت او کورنۍ ته یې د جمیل صبر او زغم دعا کړې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا