د دفاع وزیر ځواکونو ته: بشپړ چمتووالی وساتئ

د اسلامي امارت د ملي دفاع وزیر، مولوي محمد یعقوب مجاهد، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په دوام د اشکاشم ولسوالۍ له سرحدي ځواکونو سره لیدنه کړې او د هغوی امنیتي چمتووالی او وضعیت یې ارزولی دی.
د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، مولوي محمد یعقوب مجاهد د لیدنې پر مهال پر نظم، انضباط، د جګړهییز چمتووالي پر دوام او د ځواکونو ترمنځ پر لا ښې همغږۍ ټینګار کړی دی. نوموړي سرحدي ځواکونو ته سپارښتنه کړې چې د هېواد د پولو په ساتنه او ورسپارل شویو مسؤلیتونو کې له بشپړ دقت، هوښیارۍ او مسؤلیتپالنې څخه کار واخلي.
د وزارت په وینا، د ملي دفاع وزیر همداراز د سرحدي ځواکونو هڅې او قربانۍ ستایلې او د هېواد د امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا په ټینګښت کې یې د هغوی رول مهم بللی دی.
دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې په وروستیو ورځو کې بدخشان ولایت د اسلامي امارت د لوړپوړو امنیتي چارواکو د لیدنو او ارزونکو سفرونو کوربه پاتې شوی او د سرحدي امنیت د پیاوړتیا لپاره هڅې دوام لري.

