ټرمپ: له ایران سره اوربند پای ته رسېدلی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له ایران سره د اوربند بهیر پای ته رسېدلی او د ده په وینا، د سولې د خبرو دوام نور ګټور نه دی.
ټرمپ دغه څرګندونې د ناټو غونډې په څنډه کې کړې، په داسې حال کې چې امریکا یو ځل بیا پر ایران بریدونه ترسره کړي؛ هغه اقدام چې د سیمې د امنیتي وضعیت د لا ترینګلتیا او د کړکېچ د پراخېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
له دغو بریدونو وروسته ایران هم د متقابلو اقداماتو خبر ورکړی او د دواړو لورو ترمنځ پوځي ترینګلتیا نوره هم زیاته شوې ده. شنونکي خبرداری ورکوي چې د امریکا وروستي پوځي اقدامات کولی شي د سیمې امنیت له جدي ګواښ سره مخ کړي او د ډیپلوماټیکو هڅو پر وړاندې نور خنډونه رامنځته کړي.
تر اوسه د روان کړکېچ د مهار لپاره کومه نوې رسمي هوکړه نه ده اعلان شوې او وضعیت لا هم د بدلون په حال کې دی.

