حامد کرزي یو ځل بیا د نجونو د ښوونځیو پرانیستو غوښتنه وکړه

پخواني ولسمشر حامد کرزي د روان کال د سراسري کانکور ازموینې له ترسره کېدو هرکلی کړی او هغو زدهکوونکو ته یې چې لوړو زدهکړو ته بریالي شوي، مبارکي ویلې ده.
کرزي په خپل پیغام کې هیله څرګنده کړې چې بریالي شوي ځوانان د علم او پوهې په ترلاسه کولو، مسلکي وړتیاوو په لوړولو او هېواد ته په خدمت کې خپلې هڅې لا زیاتې کړي.
هغه د کانکور په ازموینه کې د نجونو د نه ګډون له امله ژوره خواشیني څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې زدهکړه د ټولنې د پرمختګ او سوکالۍ بنسټیزه اړتیا ده. نوموړي هیله ښودلې چې د نجونو پر مخ دې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې ژر تر ژره پرانیستل شي، څو هغوی هم د زدهکړو له حق څخه برخمنې او د هېواد د پرمختګ او ابادۍ په بهیر کې خپل اغېزناک رول ولوبوي.
حامد کرزي زیاته کړې چې د افغانستان روښانه راتلونکی د لوستو، متخصصو او بااستعداده لوڼو او زامنو په مټ تضمینېدای شي او د هېواد پرمختګ د ټولنې د ټولو قشرونو په ګډ علمي او مسلکي ګډون پورې تړلی دی.

