د روسیې استازی: آیتالله خامنهای (ره) د عقلانیت او زړورتیا نښه وه

د روسیې د دوما پخواني استازي سرګي بابورین له مهر خبري اژانس سره په مرکه کې د اسلامي امت د شهید مشر آیتالله سید علي خامنهای (ره) شخصیت ته په اشارې ویلي، هغه د معاصرې دورې له برجسته شخصیتونو او د عقلانیت او زړورتیا له نښو څخه و.
بابورین ویلي، څو ځله یې له آیتالله خامنهای (ره) سره لیدنې کړې وې او د هغه ساده ژوند، رښتینولۍ، ژور فکر او معنوي او انساني ارزښتونو ته پاملرنې پرې ژور اغېز کړی دی.
هغه زیاته کړې، د فلسطین موضوع او دیني او اخلاقي ارزښتونو ته د اسلامي امت د شهید مشر ځانګړې پاملرنه د ډېرو خلکو لپاره د الهام سرچینه وه.
د روسیې پخواني دوما استازي د آیتالله خامنهای (ره) شهادت یوه ستره او اغېزناکه پېښه بللې او ویلي یې دي چې دا یوازې یوه عادي پېښه نه ده، بلکې عاملانو او طرحهکوونکو ته یې دروند مسؤلیت متوجه کېږي.
بابورین همداراز ویلي، یو شمېر ټولنیزو بنسټونو ملګرو ملتونو ته د یوه نړیوال غوښتنلیک د چمتو کولو لړۍ پیل کړې چې موخه یې د نړیوالو قوانینو د سرغړونو او په ایران کې د ملکي وګړو د وژل کېدو په اړه د څېړنې غوښتنه ده.
هغه زیاته کړې، دغه غوښتنلیک د روسیې د یو شمېر وګړو له هرکلي سره مخ شوی او د لاسلیک لپاره یې د خلکو د ګډون زمینه هم برابره شوې ده.

