اسلامي امارت په هېواد کې د مالیې کچه راکمه کړه

د اسلامي امارت د پرېکړې له مخې، مالیې وزارت په هېواد کې د یو شمېر حقیقي، حکمي او معنوي اشخاصو پر عایداتو د مالیې کچه راکمه کړې ده. د نوې پرېکړې له مخې، له کانونو پرته د ټولو حکمي او معنوي اشخاصو، روغتونونو او روغتیايي مرکزونو پر عایداتو به له دې وروسته ۱۰ سلنه مالیه اخیستل کېږي، په داسې حال کې چې پخوا دا کچه ۲۰ سلنه وه.
د ریاستالوزرا اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي، ویلي چې د مالیاتي تخفیفونو نوې بسته په څلورو برخو کې عملي کېږي او د مالیې وزارت مسوولین مکلف دي مالیات په عادلانه، شفافه او مناسبه توګه راټول کړي.
د نوې پرېکړې له مخې، هغه کسان چې کلنی عاید یې تر ۱۲۰ زره افغانیو پورې وي، له مالیې معاف دي، په داسې حال کې چې پخوا د معافیت حد ۶۰ زره افغانۍ و. همداراز، د ملکیتونو د لېږد مالیه هم له یو سلنې څخه ۰.۵ سلنې ته راکمه شوې ده.
د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخوند ویلي، که له کوم سوداګر یا بل وګړي څخه اضافي مالیه اخیستل شوې وي، اړوند مسوولین به یې ځواب ویونکي وي. نوموړي زیاته کړې چې اسلامي امارت په تېرو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې مالیاتي تخفیفونه ورکړي او دا لړۍ به دوام ولري.

