کاناډا سمنګان ته د ۲۴ زره ډالرو په ارزښت درمل او طبي توکي وسپارل

د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې د کاناډا حکومت له لوري د شاوخوا ۲۴ زره امریکایي ډالرو په ارزښت له ۵۰ څخه ډېر قلمه اساسي درمل او طبي توکي د سمنګان د عامې روغتیا ریاست ته سپارل شوي دي.

وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه مرسته د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا او د ناروغانو د لومړنیو او بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه شوې ده.

د معلوماتو له مخې، یاد درمل او طبي توکي به د سمنګان ولایتي روغتون ترڅنګ د حضرت سلطان، روی‌دوآب، دره‌صوف بالا او دره‌صوف پایین ولسوالیو پر یو شمېر روغتیايي مرکزونو هم ووېشل شي، ترڅو ناروغانو ته پر وخت او اغېزمن روغتیايي خدمات وړاندې شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا