اسلامي امارت په بنګلهدېش کې د سېلابونو له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړه

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د بنګلهدېش په پلازمېنه ډاکه او د دغه هېواد په سوېلختیځو سیمو کې د سختو بارانونو، ځمکېښویېدنې او خونړیو سېلابونو له امله پر اوښتې مرګژوبلې او پراخو زیانونو ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي، په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې اسلامي امارت د بنګلهدېش له حکومت، ولس او هغو کورنیو سره چې په دې طبیعي پېښو کې یې خپل عزیزان له لاسه ورکړي، خپله ژوره خواخوږي او غمشریکي څرګندوي.
اعلامیه زیاتوي چې اسلامي امارت ټپیانو ته د ژر تر ژره روغتیا هیله لري او زیانمنو کورنیو ته د صبر او زغم غوښتنه کوي.
بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې دا ډول طبیعي پېښې د بشري خواخوږۍ او نړیوالې همکارۍ غوښتنه کوي او اسلامي امارت په دې سختو شېبو کې د بنګلهدېش له حکومت او ولس سره خپله همدردي او ملاتړ څرګندوي.

