اسحاق ډار: اسلامي امارت دې افغان ښځو او نجونو ته د زدهکړو او کار زمینه برابره کړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو وزیرانو د نهم کنفرانس پر مهال ویلي، د افغان ښځو او نجونو د زدهکړې، کار او په ټولنه کې د اغېزناک ګډون حقونه د اسلام له لارښوونو سره سمون لري او هیله یې څرګنده کړې چې په دې برخه کې مناسب فرصتونه برابر شي.
نوموړي ټینګار کړی چې د هېوادونو پرمختګ د ښځو او نارینهوو د ګډې ونډې او علمي ودې له پیاوړتیا سره تړاو لري. هغه دا څرګندونې د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو وزیرانو د نهم کنفرانس په څنډه کې کړې دي.
دغه کنفرانس د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې د اسلامي هېوادونو د استازو او چارواکو په ګډون ترسره شوی، چې پکې د ښځو د پیاوړتیا، ټولنیز رول، اقتصادي ونډې او سیاسي مشارکت اړوند موضوعات تر بحث لاندې نیول شوي دي.
په کنفرانس کې د افغانستان نوم هم د ګډونوالو هېوادونو په لړ کې یاد شوی، خو د اسلامي امارت له لوري په دې اړه تر اوسه رسمي څرګندونې نه دي شوې.

