د عبدالظاهر قدیر ورور: پر نوموړي لګېدلي تورونه سیاسي او غیرعادلانه دي

عبدالقهار قدیر، د پخواني ولسي جرګې د لومړي مرستیال عبدالظاهر قدیر ورور، ویلي چې پر ورور یې لګېدلي تورونه سیاسي او غیرعادلانه دي. نوموړي ټینګار کړی چې عدالت باید د حقایقو، شواهدو او قانون پر بنسټ تأمین شي، نه د سیاسي فشارونو له مخې.

عبدالظاهر قدیر، چې پخوا د افغانستان د ولسي جرګې لومړی مرستیال و، د جمعې په ورځ له کینیا څخه امریکا ته ولېږدول شو. د امریکا عدلیې وزارت ادعا کړې چې نوموړی د مخدره توکو او وسلو د یوې جرمي شبکې له رهبرۍ سره تړاو لري.

قدیر د ۲۰۲۵ کال د مې میاشتې په نایروبي کې نیول شوی و او تر لېږد وروسته د نیویارک یوې محکمې ته حاضر کړل شو. محکمې پرېکړه کړې چې نوموړی به تر راتلونکې محکمې پورې په توقیف کې پاتې کېږي. د امریکا د قانون له مخې، که پرې لګېدلي تورونه ثابت شي، د اوږدې مودې بند له سزا سره به مخامخ شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا