هند له امریکا سره د چټکې سوداګریزې هوکړې وړاندیز ونه مانه

د رویټرز د راپور له مخې، هند له امریکا سره د روانو سوداګریزو خبرو پر مهال د چټکې سوداګریزې هوکړې وړاندیز نه دی منلی او هڅه کوي چې د خپلو ملي او اقتصادي ګټو د خوندي کولو لپاره غوره شرایط ترلاسه کړي.
راپور زیاتوي، د هند حکومت د نویو سوداګریزو شریکانو موندلو، اقتصادي خطرونو د کمولو او کورنیو اقتصادي لومړیتوبونو ته په کتو، په خپلو دریځونو کې له پخوا ډېر ډاډمن شوی او غواړي له واشنګټن سره متوازنه او اوږدمهاله سوداګریزه هوکړه وکړي.
امریکا او هند له څو میاشتو راهیسې د سوداګرۍ پراختیا او تعرفو د کمولو په اړه خبرې کوي، خو د بازار لاسرسي، کرنیزو محصولاتو او ګمرکي تعرفو په څېر مهمو موضوعاتو کې لا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ اختلافات پاتې دي.

