بریتانیايي ځواکونو په افغانستان کې د ملکي وګړو پر وژلو اعتراف کړی

برېتانوي رسنیو راپور ورکړی چې د برېتانیا ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال د ملکي وګړو د وژنې او له بندیانو سره د ناوړه چلند په اړه نوې ادعاوې مطرح شوې دي.
د راپورونو له مخې، د برېتانیا د افغانستان د څېړنې کمېټې ته وړاندې شویو معلوماتو کې ویل شوي چې ځینې افغان بندیان له قانوني بهیر پرته وژل شوي او له هغوی سره ناسم چلند شوی دی. همداراز، یو شمېر پخوانیو برېتانوي سرتېرو او یوه خبریال د دغو پېښو په اړه د خواشینۍ څرګندونه کړې ده.
راپور زیاتوي چې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ د برېتانیا د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ورته پېښو په اړه ګڼې ادعاوې ثبت شوې، چې ځینې یې د احتمالي جنګي جنایتونو په توګه هم یادې شوې دي. تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه وروستۍ حقوقي پرېکړه نه ده اعلان شوې.

