عبدالله عبدالله د قطر د پخواني امیر پر مړینې خواشیني څرګنده کړه

ډاکټر عبدالله عبدالله نن په کابل کې د قطر د دوست هېواد سفارت ته ورغی او د ارواښاد شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني د مړینې له امله یې د خواخوږۍ په ځانګړي کتاب کې خپل پیغام ثبت کړ.

هغه په خپل پیغام کې د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني، د ارواښاد کورنۍ، د قطر حکومت او ورور ولس ته د ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړل.

ډاکټر عبدالله عبدالله د ارواښاد شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني مړینه یوه ستره ضایعه وبلله او هغه ته یې د الله تعالی له درباره د مغفرت او لوړو درجو دعا وکړه، ترڅنګ یې د قطر ولس ته د صبر او زغم هیله څرګنده کړه.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا