حامد کرزي قطر سفارت کې د خواخوږۍ پیغام ثبت کړ

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په کابل کې د قطر دوست دولت سفارت ته د ورپېښېدلو پر مهال، د قطر د پخواني امیر، ارواښاد شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني د مړینې په مناسبت د تعزیت په کتاب کې خپل د خواخوږۍ پیغام ثبت کړ.
ښاغلي کرزي د قطر د امیر، شیخ تمیم بن حمد آل ثاني، د ارواښاد کورنۍ، د قطر حکومت او ورور ولس ته خپله ژوره خواخوږي او تسلیت وړاندې کړ او د قطر له ولس سره یې په دې غم کې د غمشریکۍ څرګندونه وکړه.
هغه د ارواښاد شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني خدمتونه وستایل او هیله یې څرګنده کړه چې د افغانستان او قطر ترمنځ به د دوستانه اړیکو او متقابلې همکارۍ بهیر لا پیاوړی شي.

