فضلي: د پښتنو او بلوڅو تاریخي پیوستون په توطیو نه ماتېږي

د جمهوري نظام پر مهال د چارو ادارې پخواني رییس، فضل محمود فضلي، د بلوچستان د وروستیو ناامنیو په تړاو ویلي، پاکستان هڅه کوي د اجیرو او مصنوعي ملیشو په جوړولو سره د پښتنو او بلوڅو تاریخي پیوستون کمزوری کړي، خو په وینا یې دا یووالی ژورې تاریخي ریښې لري او په توطیو نه ماتېږي.
فضلي پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي، د پښتنو او بلوڅو اړیکې نوې نه دي، بلکې دواړه ولسونه د ګډ تاریخ، ګډ برخلیک او د استعمار پر وړاندې د اوږدې مبارزې ګډ میراث لري.
هغه زیاته کړې، د دواړو ولسونو تاریخي ورورګلوي او پیوستون تلپاتې دی او هېڅ ډول هڅې او توطیې به ونه شي کولای دغه اړیکې کمزورې کړي.

