قزاقستان له افغانستان څخه د معدني خامو موادو د واردولو هوکړه کړې

د قزاقستان د صنعت او ودانیزو چارو وزیر، یرسعین ناګاسپایف ویلي، هېواد یې د فلزاتو د ذوب او فلزي صنعتونو لپاره د اړتیا وړ خامو معدني توکو د دوامدارې برابرۍ په موخه له افغانستان او قرغیزستان سره د وارداتو هوکړې کړې دي.
د «قازاینفورم» خبري اژانس د راپور له مخې، نوموړي ویلي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د قزاقستان د فلزي صنعت د تولید کچه ۹۷.۳ سلنې ته رسېدلې، خو په ځینو صنعتي تأسیساتو کې د ترمیماتي چارو او د کورنیو معدني سرچینو د تدریجي کمښت له امله په تولید کې محدود اغېز لیدل شوی دی.
د ناګاسپایف په وینا، د مسو، جستو (زنک) او سرو زرو د خامو موادو کورنۍ عرضه زیاته شوې، د جستو کنسانترې لېږد بېرته پیل شوی او له افغانستان او قرغیزستان څخه د معدني خامو موادو د واردولو هوکړې هم وروستۍ شوې دي.
هغه زیاته کړه، د روان کال په لومړۍ نیمايي کې د قزاقستان تولیدي سکتور ۹.۸ سلنه وده کړې چې د نویو صنعتي پروژو او تولیدي کارخونو پرانیستل یې مهم لاملونه بلل کېږي.

