د کابل اوسېدونکي: د کورونو د کرایو پرله‌پسې لوړوالي اندېښمن کړي یو

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي، په وروستیو میاشتو کې د استوګنیزو کورونو کرایې د پام وړ لوړې شوې دي، چې له امله یې ګڼې کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ شوې دي.

د اوسېدونکو په وینا، د کرایو پرله‌پسې زیاتوالي پر کورنیو دروند مالي فشار راوستی او ډېری یې اړ شوي چې ارزانه سیمو ته کډه وکړي یا په کوچنیو کورونو کې استوګنه غوره کړي.

هغوی زیاتوي، تر اوسه د کورونو د کرایو د تنظیم، د بازار د څارنې او د خلکو د شکایتونو د ارزونې لپاره کوم اغېزناک اقدام نه دی ترسره شوی، چې له امله یې د کرایو بې‌رویه لوړوالی دوام لري.

د کابل اوسېدونکي له افغانستان اسلامي امارت څخه غواړي چې د کورونو پر کراییز بازار جدي څارنه وکړي، لازمې کړنلارې او مقررات وضع کړي او د کرایو د نامنظم زیاتوالي د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

بل لور ته، د افغانستان اسلامي امارت اړوندو چارواکو تر اوسه د دغو اندېښنو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا