کرزی: د ماشومانو زده‌کړې د خوارځواکۍ او بحران د کمولو بنسټیزه لار ده

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په هېواد کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د زیاتېدو په اړه د یونېسف پر وروستي راپور اندېښنه څرګنده کړې او د ستونزې د حل لپاره یې د ټولو ماشومانو د زده‌کړو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

کرزي په یوه پیغام کې، د یونېسف وروستي راپور ته په اشارې ویلي چې اړوندې ادارې او نړیوال بنسټونه باید د ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنیوي او د هغوی د روغتیا د خوندي کولو لپاره جدي او عملي اقدامات وکړي.

نوموړي ټینګار کړی چې د هلکانو او نجونو لپاره د زده‌کړو د فرصتونو برابرول د هېواد د اقتصادي او ټولنیزو ستونزو د حل بنسټیز شرط دی او کولی شي د اوږدمهالو ننګونو په کمولو کې مهم رول ولوبوي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې یونېسف خبرداری ورکړی، د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې میلیونونه ماشومان، په ځانګړي ډول تر پنځو کلونو کم‌عمره، د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا