زاخارووا: افغانستان کې د ګوزڼ خپرېدل د اندېښنې وړ دي

د روسیې بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې بشري وضعیت اندېښمنوونکی بللی او ویلي یې دي چې د روغتیايي ننګونو دوام د نړیوالې پاملرنې غوښتنه کوي.
د یاد وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، د روان کال په ترڅ کې افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د پولیو ۲۱ پېښې ثبت شوې او لا هم ګڼ ماشومان له واکسین محروم پاتې دي. نوموړې د روغتیايي خدمتونو پراخېدو ته اړتیا هم یاده کړې ده.
تر دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان هم په افغانستان کې د پولیو د ۲۱ پېښو د ثبت خبر ورکړی و. بلخوا، د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت ویلي چې په ټول هېواد کې د روغتیايي خدمتونو د پراخېدو هڅې روانې دي او د بشري وضعیت د ښهوالي لپاره د نړیوالو مرستندویه ادارو په همکارۍ اوږدمهاله پروګرامونه عملي کوي.

