په ننګرهار کې د پاکستان څخه قاچاق شوي درمل نیول شوي

د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو مسوولینو ویلي، د ننګرهار ولایت پچیر اګام ولسوالۍ د هزارناو تنګي پونګه سیمه کې یې د کشفي معلوماتو پر بنسټ یو شمېر قاچاقي درمل نیولي دي.

د قول اردو ویاند، مولوي وحیدالله محمدي، ویلي چې په نیول شویو درملو کې ۵۰۰ پاکټه الپرازولیم، ۲۰۰ پاکټه لیفلوکس، ۲۰۰ پاکټه ډاپا، ۱۵۰ پاکټه ایماکسل، ۱۸۰ پاکټه لینزولید ګولۍ او ۲۰۰ بوتله لوفرامید ویال شامل دي، چې له پاکستان څخه افغانستان ته په ناقانونه توګه لېږدول کېدل.

سرچینه زیاتوي، امنیتي ځواکونو یاد قاچاقي درمل د کشفي عملیاتو پر مهال ضبط کړي دي. تر دې وړاندې هم امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته د قاچاقي درملو او نورو خوراکي توکو د لېږد ګڼې هڅې شنډې کړې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا