د نیمروز په دښته کې د پنځو ځوانانو جسدونه وموندل شول

د نیمروز سیمهییزو مسوولینو ویلي، امنیتي ځواکونو د پنځو هغو ځوانانو جسدونه موندلي چې په ناقانونه توګه ایران ته د تګ پر مهال یې ژوند له لاسه ورکړی، او د ۱۴ نورو د موندلو هڅې لا هم روانې دي.
د نیمروز د امنیې قوماندانۍ ویاند، ګلمحمد قدرت، ویلي چې دغه جسدونه دوه ورځې وړاندې د چهاربرجک ولسوالۍ په مربوطاتو کې موندل شوي دي.
د نوموړي په وینا، د ۱۹ کسانو یوې ډلې غوښتل د هلمند او نیمروز د دښتو له لارې په ناقانونه توګه ایران ته واوړي، خو د لارې له ورکېدو وروسته د سختې ګرمۍ او تندې له امله له مرګونې پېښې سره مخ شول.
ځايي مسوولینو زیاته کړې چې د پاتې ۱۴ کسانو د موندلو لپاره د لټون او ژغورنې عملیات په دوامداره توګه روان دي او امنیتي ځواکونه هڅه کوي ژر تر ژره د هغوی څرک ومومي.

