ازپیلیکویتا: هسپانیا د نړیوال جام اتلولۍ ته تر بل هر وخت نږدې ده

د هسپانیا فوټبال ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي سیزار ازپیلیکویتا باور څرګند کړی چې هسپانیا د ۲۰۲۶ نړیوال جام اتلولۍ ته تر بل هر وخت نږدې شوې او یوازې یو ګام ورته پاتې دی.

هغه ویلي، د اتلولۍ لپاره کوم فوق‌العاده کار ته اړتیا نشته، بلکې لوبډله باید ارامه پاتې شي او هماغه منظم او پیاوړی فوټبال ته دوام ورکړي چې تر دې دمه یې وړاندې کړی دی.

ازپیلیکویتا زیاته کړې، په هسپانیا کې د خلکو باور دا دی چې ملي لوبډله به په پایلوبه کې ارجنټاین ته ماتې ورکړي او له ۲۰۱۰ کال وروسته به یو ځل بیا د نړیوال جام اتلولي خپله کړي.

د نوموړي په وینا، د یورو ۲۰۲۴ اتلولي، د ۳۷ پرله‌پسې لوبو نه ماتېدونکی ریکارډ او په نیمه پایلوبه کې د فرانسې پر وړاندې بریا هغه مهم عوامل دي چې د هسپانیا پر بریا باور یې لا پیاوړی کړی دی.

هغه ټینګار کړی چې د هسپانیا ملي لوبډلې تر ټولو ستر ځواک د لوبغاړو یووالی، منظمې ټولیزې لوبې او قوي ذهني چمتووالی دی، چې کولی شي په پایلوبه کې هم د بریا لامل شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا