له هراته ایران ته د ۹.۴ ټنه غوښې دویمه صادراتي جوپه ولېږدول شوه

د اسلامي امارت د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، له هراته د تولید شوې غوښې دویمه صادراتي جوپه، چې ۹ اعشاریه ۴ ټنه وزن لري، د ایران اسلامي جمهوریت ته صادره شوې ده.
د یاد ریاست په وینا، دا صادرات د کورنیو تولیداتو د ودې، د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د هېواد د صادراتو د پراختیا په لړ کې ترسره شوي دي. چارواکي وايي، هڅه کوي د افغانستان د معیاري غوښې لپاره سیمهییز بازارونه پراخ کړي او صادرات لا زیات کړي.
د معلوماتو له مخې، هرات مسلخ د حفظالصحې او معیاري اصولو له مخې فعالیت کوي، چېرته له ۲۰۰ څخه ډېر کسان په بېلابېلو برخو کې پر کار بوخت دي. همدارنګه هره ورځ شاوخوا ۷۰۰ څاروي د غوښې د تولید او پروسس لپاره چمتو کېږي.
چارواکي ټینګار کوي چې د غوښې د پروسس، بستهبندۍ او لېږد ټول پړاوونه د روغتیايي او صادراتي معیارونو له مخې ترسره کېږي، څو د نړیوالو بازارونو اړتیاوې پوره او د افغانستان صادراتي ظرفیت نور هم پیاوړی شي.
د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست هیله څرګنده کړې چې د ایران اسلامي جمهوریت ترڅنګ به د سیمې نورو هېوادونو ته هم د افغانستان د غوښې صادرات پراخ شي، څو د مالدارانو ملاتړ، د کارموندنې فرصتونه او د هېواد اقتصادي وده لا نوره هم پیاوړې شي.

