د مسي له غېږې تر نړیوالې اتلولۍ؛ د یامال ۱۹ کلن انځور نړۍ حیرانه کړه

د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام کې د هسپانیا تر اتلولۍ وروسته، د لیونل میسي او لامین یامال ۱۹ کاله پخوانی انځور یو ځل بیا د نړۍ د رسنیو او ټولنیزو شبکو د پام وړ ګرځېدلی دی. په دغه انځور کې د ارجنټاین ستوری لیونل میسي د یوې خیریه برنامې پر مهال شپږ میاشتني لامین یامال ته غسل ورکوي.
د راپورونو له مخې، دغه انځور په ۲۰۰۷ کال کې د یوې خیریه کلیزې د پروګرام پر مهال د بارسلونا په لوبغالي کې ثبت شوی و. هغه مهال میسي ۲۰ کلن و او لامین یامال یوازې شپږ میاشتې عمر درلود.
د هسپانیا او ارجنټاین ترمنځ د ۲۰۲۶ نړیوال جام پایلوبې له ترسره کېدو وروسته، دغه انځور یو ځل بیا په پراخه کچه خپور شو او د فوټبال له تر ټولو یادګاري انځورونو څخه وګرځېد.
لیونل میسي د دې انځور په اړه ویلي، دا ورته یوه نه هېرېدونکې خاطره ده او د حیرانتیا ځای دی چې هغه ماشوم، چې کلونه وړاندې یې ورسره انځور اخیستی و، نن د نړیوال جام په پایلوبه کې د ده سیال دی. هغه زیاته کړې چې لامین یامال د نړۍ له غوره لوبغاړو څخه دی او روښانه راتلونکې لري.
میسي همداراز د یامال ستاینه کړې او ویلي یې دي چې هغه یو فوقالعاده لوبغاړی او نړیوال ستوری دی، چې لا هم د خپلې لوبیزې دورې په پیل کې دی.
له بلې خوا، لامین یامال اوس د بارسلونا هغه تاریخي ۱۰ نمبر کمیس پر تن کوي چې کلونه د لیونل میسي په واک کې و. نوموړي په خپلو ځلېدونکو لوبو د بارسلونا د مینهوالو هیلې تازه کړې او د نړۍ د فوټبال د ځوانو ستورو په ډله کې ځانګړی ځای خپل کړی دی.
هغه انځورګر چې دغه تاریخي انځور یې ثبت کړی، ویلي اوس دا انځور د میسي او یامال د نړیوال جام په پایلوبه کې له مخامخېدو وروسته لا ډېر ارزښت موندلی او د فوټبال له تر ټولو ځانګړو کیسو څخه ګڼل کېږي.
د یادونې وړ ده چې ۱۹ کلن لامین یامال د ۲۰۲۶ نړیوال جام په پایلوبه کې د لومړي ځل لپاره د ارجنټاین د ۳۹ کلن ستوري لیونل میسي پر وړاندې ولوبېد. دغه سیالي د هسپانیا په ۱-۰ بریا پای ته ورسېده او هسپانیا د خپل تاریخ دویم نړیوال جام خپل کړ. لومړۍ نړیواله اتلولي یې په ۲۰۱۰ کال کې ګټلې وه.

