اوچا: میلیونونه افغان مېندې او ماشومان بېړنیو تغذیوي مرستو ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، افغانستان کې میلیونونه مېندې، چې ماشومان یې د خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخ دي، لا هم د خپلو ماشومانو د ژغورنې او ښه راتلونکي هیله له لاسه نه ده ورکړې.
اوچا په خپل وروستي راپور کې ویلي، اټکل کېږي چې ۲۰۲۶ کال کې به شاوخوا ۴.۹ میلیونه مېندې او ماشومان بېړنیو تغذیوي خدمتونو او روغتیايي ملاتړ ته اړتیا ولري. د یاد دفتر په وینا، پر وخت مرستې او د تغذیې پروګرامونو پراخول کولی شي د زرګونو ماشومانو او مېندو ژوند وژغوري او د خوارځواکۍ ناوړه اغېزې راکمې کړي.
راپور زیاتوي، د خوړو کمښت، اقتصادي ستونزې، وچکالي او محدودو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی د خوارځواکۍ د زیاتېدو له مهمو لاملونو څخه دي، چې تر ټولو ډېر یې ماشومان او مېندې اغېزمن کړي دي.
اوچا له نړیوالې ټولنې او مرستندویانو غوښتي چې له افغانستان سره خپلې بشري مرستې دوامدارې وساتي، څو اړمنې کورنۍ، په ځانګړي ډول مېندې او ماشومان، له اړینو تغذیوي او روغتیايي خدمتونو بېبرخې نه شي. د دغه دفتر په ټینګار، پر وخت بشري اقدام نه یوازې د خلکو ژوند ژغوري، بلکې د راتلونکو بشري ناورینونو مخنیوي کې هم مهم رول لري.

