حامد کرزي د ۲۰۲۶ نړیوال جام اتلولۍ له امله هسپانیا ته مبارکي وویله

د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي، د هسپانیا د فوټبال ملي لوبډلې ته د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام د اتلولۍ مبارکي ویلې او د دغه هېواد دولت او خلکو ته یې د دې سترې بریا له امله خپلې نېکې هیلې وړاندې کړې دي.

حامد کرزي په خپل پیغام کې د هسپانیا ملي لوبډلې دا بریا د ورزشکارانو د هڅو، یووالي او غوره لوبې پایله بللې او ویلي یې دي چې نړیوالې ورزشي سیالۍ د ملتونو ترمنځ د دوستۍ، متقابل درناوي او همکارۍ د پیاوړتیا لپاره مهم فرصتونه برابروي.

نوموړي د ورزش د ارزښت په یادولو سره ټینګار کړی چې ورزشي سیالۍ د هېوادونو او ولسونو ترمنځ د نږدېوالي، تفاهم او سوله‌ییزو اړیکو د پراختیا اغېزمنه وسیله ده او د سولې، همغږۍ او ورورولۍ د فرهنګ په پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي.

هغه هیله څرګنده کړې چې د نړۍ ورزشي سیالۍ به د ملتونو ترمنځ د یووالي، متقابل احترام او دوستانه اړیکو د لا پراختیا لامل شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا