د نفتو او ګازو دولتي شرکت د مایع ګاز نوې بیې اعلان کړې

د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت اعلان کړی چې د بازار د ثبات ساتلو او د هېوادوالو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې په یو شمېر ولایتونو کې د خپلو پلور مرکزونو له لارې مایع ګاز په مناسبه او ټاکل شوې بیه عرضه کړی دی.

د شرکت د معلوماتو له مخې، اوس مهال د کابل او پروان په پلور مرکزونو کې د هر کیلوګرام مایع ګاز بیه ۶۶ افغانۍ، بدخشان کې ۶۷ افغانۍ، بلخ کې ۶۴ افغانۍ او هرات کې ۶۰ افغانۍ ټاکل شوې ده.

د نفتو او ګازو دولتي شرکت ویلي، د خلکو اړتیاوو ته پر وخت رسېدنه او په بازار کې د بیو ثبات د دوی له مهمو لومړیتوبونو څخه دي. شرکت ډاډ ورکړی چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې به د مایع ګاز د منظمې عرضې او د بیو د کنټرول لپاره خپلې هڅې دوامداره وساتي.

چارواکي له هېوادوالو غواړي چې د اړتیا وړ مایع ګاز له رسمي پلور مرکزونو څخه ترلاسه کړي، څو هم له ټاکل شوې بیې برخمن شي او هم په بازار کې د احتمالي بې‌ثباتۍ مخه ونیول شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا