د بې‌اسناده موټرو د ثبت او محصول موده د ۱۴۰۵ کال تر پایه وغځېده

د مالیې وزارت اعلان کړی چې د افغانستان د بې‌اسناده یا «یوه کیلي» موټرو د ثبت او محصول اخیستلو موده د روان ۱۴۰۵ کال تر پایه وغځول شوه.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، د ثبت او محصول اخیستلو پروسه له اوسه د هېواد په اوو زونونو کې، چې کابل، هرات، بلخ، ننګرهار، کندهار، کندوز او خوست/پکتیا پکې شامل دي، عملي کېږي.

مالیې وزارت ویلي، د خلکو اقتصادي وضعیت ته په پام سره د یادې پروسې په تعرفو کې د پام وړ تخفیفونه منظور شوي دي. د معلوماتو له مخې، د ۱۹۹۰ تر ۲۰۰۴ کال پورې د ساده موټرو لپاره ۳۵ سلنه، او د ۲۰۰۵ کال څخه تر وروستي ماډل پورې د ساده موټرو لپاره ۶۰ سلنه تخفیف ورکړل شوی دی. همدارنګه د ساده زغره‌والو یوه کیلي موټرو تعرفه ۲۰ سلنه ټاکل شوې ده.

وزارت ټینګار کړی چې د دې پرېکړې موخه د بې‌اسناده موټرو قانوني ثبت، د عوایدو منظمول او د خلکو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول دي.

د خبرپاڼې له مخې، د کورنیو چارو وزارت د ټرافیکو لوی ریاست ته هم دنده سپارل شوې چې د بې‌اسناده موټرو په اړه د اسلامي امارت ټول مقررات او احکام په بشپړه توګه پلي کړي او د ثبت پروسه په منظم ډول تعقیب کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا