جاپان د نورستان سېلاب ځپلو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه

په افغانستان کې د جاپان سفارت د نورستان ولایت مرکز پارون او یو شمېر نورو سیمو کې د وروستیو سېلابونو له امله پر اوښتې مرګ‌ژوبلې خواشیني څرګنده کړې او له قربانیانو او زیانمنو کورنیو سره یې خپله خواخوږي ښودلې ده.

د سفارت په اعلامیه کې ویل شوي چې سفیر ماساموتو د سېلابونو قربانیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړي او ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا هیله کړې ده.

تر دې وړاندې، په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفارت هم په نورستان کې د سېلابونو له امله پر رامنځته شوي ناورین خواشیني څرګنده کړې وه او له زیانمنو شویو کورنیو سره یې د همدردۍ پیغام شریک کړی و.

د معلوماتو له مخې، وروستیو سېلابونو چې د نورستان مرکز پارون او یو شمېر نورې سیمې یې ځپلې، لسګونه کسان پکې مړه شوي، له ۸۰ ډېر کسان ټپیان شوي او څه باندې ۱۰۰ کسان لا هم لادرکه دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا