کابل کې د بدن ښکلا او فټنیس ۱۹م پړاو ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې

په کابل کې د بدن ښکلا او فټنیس نولسم پړاو ملي ټاکنیزې سیالۍ، چې د هېواد له ۲۱ ولایتونو څخه د ۲۰۹ ورزشکارانو په ګډون ترسره شوې وې، د ۱۱۰ غوره ورزشکارانو په ټاکل کېدو پای ته ورسېدې.
یادې سیالۍ د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په همغږۍ د بدن ښکلا او فټنیس ملي فدراسیون له لوري د ورزش ادارې په ۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې ترسره شوې.
د فدراسیون د معلوماتو له مخې، سیالۍ د بدن ښکلا او فټنیس په دوو برخو کې، د ۵۵ تر ۹۵+ کیلوګرامه بېلابېلو وزني کټګوریو او د ۱۶۵ تر ۱۸۵+ سانتيمتره قد لرونکو ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې. د پایلو له مخې، ۶۰ ورزشکاران د فټنیس او ۵۰ نور د بدن ښکلا په برخه کې د افغانستان ملي لوبډلې ته غوره شول.
په همدې مراسمو کې د بدن ښکلا ورزشکار ګلا جان د «مسټر افغانستان» لقب خپل کړ او د غوره لوبغاړي په توګه وپېژندل شو.
د سیالیو د پای مراسمو کې د ورزش ادارې عمومي رییس، مولوي احمدالله وثیق، غوره ورزشکارانو ته مبارکي ورکړه، د هغوی هڅې یې وستایلې او د هېواد په ورزشي ډګر کې یې د دوی لاسته راوړنې ارزښتناکې وبللې.
د مراسمو په پای کې غوره ورزشکارانو او د «مسټر افغانستان» ګټونکي ته کپونه، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.
چارواکي وایي، د دغو ټاکنیزو سیالیو موخه د ملي لوبډلې پیاوړتیا او په راتلونکو نړیوالو او سیمهییزو سیالیو کې د افغانستان لپاره د غوره استازیتوب زمینه برابرول دي.

