علومو اکاډمۍ د پشهیي ژبې نوې الفبا تصویب کړه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ اعلان کړی چې د پشهیي ژبې الفبا یې له هر اړخیزې علمي ارزونې، اصلاح او تصویب وروسته د رسمي کارونې لپاره چمتو کړې ده.
اکاډمۍ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغانستان د بېلابېلو قومونو او ژبو ګډ ټاټوبی دی او پشهیي ژبه د هېواد له لرغونو آریایي ژبو څخه شمېرل کېږي چې د فرهنګي تنوع په بډاینه او د ژبني میراث په ساتنه کې مهم ځای لري.
خبرپاڼه زیاتوي، د فرهنګیانو، لیکوالانو، څېړونکو او د پشهیي ژبې د ویونکو د غوښتنو او علمي اړتیاوو پر بنسټ، د متخصصو پوهانو ځانګړي کمېسیون د یادې ژبې الفبا له سره وڅېړله، اړینې اصلاحات یې پکې راوستل او له بشپړې علمي ارزونې وروسته یې تصویب کړه.
د علومو اکاډمۍ له لیکوالانو، څېړونکو، ښوونکو، رسنیو او ټولو کاروونکو غوښتي چې په خپلو علمي، فرهنګي او تعلیمي فعالیتونو کې له اصلاح شوې الفبا څخه ګټه واخلي، څو د پشهیي ژبې د معیاري کېدو، ودې او لا پراختیا لپاره عملي او اغېزمن ګامونه واخیستل شي.

