الکوزی: په لرې پرتو سیمو کې مخابراتي خدمتونه پراخ شوي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند، عنایت‌الله الکوزی، ویلي چې د هېواد په لرې پرتو سیمو کې مخابراتي خدمتونه او معلوماتي ټکنالوژۍ اسانتیاوې د پام وړ پراخې شوې او د خدمتونو د لا ښه کېدو لپاره هڅې دوام لري.

هغه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د نندارتون د پرانیستې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، افغانستان د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د پرمختګ په حال کې دی او اوس د دې وړتیا لري چې په دغه ډګر کې له ګڼو هېوادونو سره سیالي وکړي.

الکوزي ټینګار وکړ، وزارت ژمن دی چې هېوادوالو ته باکیفیته مخابراتي او ټکنالوژیک خدمتونه وړاندې کړي او د عصري ټکنالوژۍ د پراختیا لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

هغه له ټولو مخابراتي شرکتونو وغوښتل چې د نویو ټکنالوژیکو نوښتونو، تجربو او پرمختګونو د شریکولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په نندارتون کې فعاله ونډه واخلي، څو د هېواد د ټکنالوژۍ سکټور لا پیاوړی او د خدمتونو کیفیت نور هم لوړ شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا