بلخ کې د نشهیي توکو د پلور په تړاو اووه کسان نیول شوي

د بلخ امنیې قوماندانۍ ویلي، د مزارشریف ښار په بېلابېلو سیمو کې د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې اووه تنه د نشهیي توکو د پلور په تړاو نیولي دي.
د امنیې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې، له نیول شویو کسانو څخه ۲۶ کیلوګرامه چرس، ۴۰۰ د «ټابلېټکا» ګولۍ، ۹ بوتله الکولي مشروبات، ۱۹ پاکټه پرګبلین ګولۍ، ۴ کیلوګرامه د «ټابلېټکا» د تولید خام مواد، دوه مخابرې، دوه لاسي بمونه او یوه کلاشینکوف ترلاسه او ضبط شوي دي.
سرچینې زیاته کړې چې د عملیاتو پر مهال ترلاسه شوي ټول توکي د قانوني اجراآتو لپاره ثبت شوي او نیول شوي کسان د لا زیاتو څېړنو او قانوني مراحلو د بشپړولو لپاره اړوندو عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
د بلخ امنیې قوماندانۍ ټینګار کړی چې د نشهیي توکو د قاچاق، پلور او نورو ناقانونه فعالیتونو پر وړاندې به عملیات په دوامداره توګه روان وي، څو د عامه امنیت د ټینګښت او د ټولنې د خوندیتوب لپاره اغېزمن ګامونه واخیستل شي.

