د غزني–ښرنې سړک پاتې چارې به په دوو میاشتو کې بشپړې شي

د غزني ولایت مقام ویلي، د غزني والي ملا ولي جان حمزه د غزني–ښرنې سړک د پاتې رغنیزو چارو د چټک بشپړېدو لپاره اړوندو مسؤلینو او قراردادي شرکت ته لازمې سپارښتنې کړې دي.
د ولایت مقام د خبرپاڼې له مخې، والي د ټولګټو چارو رئیس عبدالولي طیب احمد او د قراردادي شرکت له مسؤلینو سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې د یاد سړک پاتې چارې باید په راتلونکو دوو میاشتو کې بشپړې او د تګ راتګ لپاره چمتو شي.
ملا ولي جان حمزه ویلي، د دې سړک بشپړېدل به د خلکو د تګ راتګ ستونزې راکمې، د کرنیزو او سوداګریزو توکو لېږد رالېږد اسانه او د سیمې اقتصادي فعالیتونو ته به لا زیاته وده ورکړي.
بل لور ته، د قراردادي شرکت مسؤلینو ډاډ ورکړی چې د پروژې چارې په منظم ډول روانې دي او د پولچکونو جوړولو کارونه بشپړ شوي دي. د دوی په وینا، پاتې رغنیزې چارې به هم د ټاکل شوې مودې له مخې بشپړې شي.
د غزني–ښرنې سړک د بیارغونې پروژه ۴۱ کیلومتره اوږدوالی لري او د ۱۴۵ میلیونه افغانیو په لګښت پلې کېږي. د مسؤلینو په وینا، د پروژې له بشپړېدو وروسته به د غزني او پکتیکا ترمنځ د ترانسپورټ اسانتیاوې پراخې او د سیمې د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره به مهمه زمینه برابره شي.

