پیټ هېګسېټ: د افغانستان په څېر جګړه به بیا تکرار نه کړو

د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسېټ ویلي، متحده ایالات به نور د افغانستان په څېر اوږدمهالو جګړو ته داخل نه شي او هڅه کوي خپله پوځي تګلاره د محدودو او مشخصو عملیاتو پر بنسټ تنظیم کړي.
هېګسېټ د امریکا د سنا د بودجې د تخصیص کمېټې غونډې ته په وینا کې وویل، د امریکايي ماډل پر بنسټ د افغانستان د بیا رغونې هڅو امریکا ته درانه انساني او مالي لګښتونه واړول او تمه شوې پایله یې ترلاسه نه کړه.
هغه زیاته کړه، د افغانستان او عراق جګړو د زرګونو کسانو، په ګډون د امریکايي ځواکونو، ژوند واخیست او میلیاردونه ډالر پکې ولګېدل. د نوموړي په وینا، اوسنی امریکايي حکومت غواړي له دغو تجربو زده کړه وکړي او د ورته اوږدمهالو جګړو له تکرار څخه ډډه وکړي.
د امریکا د دفاع وزیر ټینګار وکړ چې د واشنګټن راتلونکې پوځي تګلاره به د اوږدمهالو جګړو پر ځای د ملي امنیت د ګټو د خوندي کولو او د محدودو پوځي مأموریتونو پر ترسره کولو متمرکزه وي.
پیټ هېګسېټ تر دې وړاندې هم د افغانستان په اړه د امریکا پخوانۍ پوځي تګلاره ناکامه بللې او ویلي یې وو چې له هغې تجربې باید مهم درسونه واخیستل شي.

