شهباز شریف: اسلامي امارت دې د وسله‌والو ډلو پر ضد اقدام وکړي

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف یو ځل بیا له اسلامي امارت څخه غوښتي چې د هغو وسله‌والو ډلو پر ضد اغېزناک اقدامات وکړي چې د پاکستان په وینا، د افغانستان له خاورې فعالیت کوي.

شهباز شریف د بلوچستان ایالت په یوه غونډه کې د وینا پر مهال ویلي، پاکستان له افغانستان سره څه باندې ۲۶۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري او په وار وار یې له افغان چارواکو غوښتنه کړې چې د وسله‌والو ډلو فعالیتونه مهار کړي او د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د هر ډول استفادې مخه ونیسي. د هغه په وینا، تر اوسه د پاکستان له نظره په دې برخه کې لازم او اغېزناک اقدامات نه دي ترسره شوي.

پاکستاني چارواکو تر دې وړاندې هم څو ځله ادعا کړې چې په دغه هېواد کې د ځینو امنیتي بریدونو پلانونه د افغانستان له خاورې جوړېږي او ترسره کېږي.

بل‌خوا، اسلامي امارت تل دا ادعاوې رد کړې او ټینګار یې کړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد د ګواښ او یا هم د بریدونو لپاره ونه کارول شي. افغان چارواکو همداراز ویلي چې د پاکستان امنیتي ستونزې کورنۍ موضوع ده او باید د هماغه هېواد له لوري حل شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا