په چنګاښ میاشت کې نږدې ۱۵ زره کډوالې کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، په تېره چنګاښ میاشت کې ټولټال ۱۴ زره ۵۳۹ کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي.
د یاد کمېسیون په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو راستنېدونکو کورنیو د غړو شمېر شاوخوا ۹۷ زره ۲۷۷ کسانو ته رسېږي، چې له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي دي.
کمېسیون ویلي، راستنېدونکو ته د ثبت، لېږد او لومړنیو مرستو په برخه کې لازم خدمات وړاندې کېږي، څو هغوی وکولای شي په اسانه توګه خپلو سیمو ته ورسېږي او اړینو اسانتیاوو ته لاسرسی پیدا کړي.

