فاریاب کې د ۴۲ کیلوګرامه شیشې سره یو قاچاقبر ونیول شو

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزې معینیت ویلي، د فاریاب ولایت په مرکز میمنه ښار کې یې د ۴۲ کیلوګرامه شیشې د قاچاق په تړاو یو کس نیولی دی.

د یاد معینیت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کس د میمنې ښار د «دهرات کمربند» سیمې په کشفي عملیاتو کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزې مدیریت د منسوبینو له لوري نیول شوی دی.

سرچینه زیاتوي، له نیول شوي کس سره ۴۲ کیلوګرامه شیشه هم ترلاسه او ضبط شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویلي، له لومړنیو څېړنو وروسته به نیول شوی کس د قانوني اجرااتو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا