ډاکټر ممتاز: د حکومت پر ضد جګړه د شریعت خلاف ده

ډاکټر فضلالله ممتاز په خپره کړې شرعي فتوا کې ویلي، د افغانستان د حکومت پر ضد هر ډول وسلوال اقدام، جګړه، د امنیت ګډوډول او وسلې ته لاس اچول د اسلامي شریعت له مخې ناروا دي او «فساد فی الارض» ګڼل کېږي.
نوموړي ویلي، که څه هم په حکومتي چارو کې نیمګړتیاوې او تېروتنې موجودې وي، خو دا حالت د وسلوال اقدام لپاره شرعي جواز نه شي کېدای. د هغه په وینا، د اختلافونو د حل قانوني او شرعي لارې خبرې، سولهییز تفاهم، نېک نصیحت او مشروع غوښتنې دي.
ډاکټر ممتاز د حضرت محمد ﷺ د سپېڅلو احادیثو په رڼا کې ټینګار کړی چې د مسلمانانو ترمنځ جګړه، وینه تویول او هر ډول تعصبپاله شخړه د اسلام له لارښوونو سره په ټکر کې ده.
هغه له ټولو هغو وسلوالو ډلو غوښتي چې د رسمي امنیتي جوړښت برخه نه دي، خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او خپلې غوښتنې له حکومت سره د سولهییزو او قانوني لارو شریکې کړي.

