کابل کې د ازبکستان د تولیداتو دایمي نندارتون پرانیستل شو

په کابل کې د ازبکستان د تولیداتو دایمي نندارتون د ازبکستان د فرغانې ولایت د والي خیرالله بوزروف او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال ارین زړګي عظیمي په حضور کې پرانیستل شو.
د یاد نندارتون موخه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا، د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکارۍ پراخول دي.
دغه دایمي نندارتون د ازبکستان د تولیداتو د معرفۍ او نندارې لپاره جوړ شوی او افغان سوداګرو او پانګوالو ته زمینه برابروي چې د ازبکستان له صنعتي او تولیدي ظرفیتونو سره له نږدې اشنا شي. تمه کېږي چې د دې مرکز فعالیتونه به د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د ګډو پانګونو لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي.
د پرانیستې په مراسمو کې ویناوالو د اقتصادي همکاریو پر پراختیا، د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو فعالانو ترمنځ د مستقیمو اړیکو پر زیاتوالي ټینګار وکړ. همداراز ویل شوي چې نندارتون به د سوداګریزو غونډو، د تولیداتو د معرفۍ او د شرکتونو ترمنځ د ګډې همکارۍ لپاره مناسب فرصت برابر کړي.
افغانستان او ازبکستان په وروستیو کلونو کې د سوداګرۍ، پانګونې او ګډو اقتصادي پروژو د پراختیا لپاره خپلې همکارۍ پراخې کړې دي. د دواړو هېوادونو مسوولین باور لري چې دا ډول نوښتونه به د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي او د سیمهییزو اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره مهم رول ولوبوي.

